۹ سنبله ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۲۴

امريکا افغاني تګلاره ' کار نه ورکوي'

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)

امريکا افغاني تګلاره
د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ٥٦ زره امريکايي او ٣٣ زره بهرني پوځيان مېشت دي، چې د روان کال تر پايه به يې دغه شمېر نور هم زيات شي .
Share/Save/Bookmark
تمه کېږي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جګپوړی قوماندان جنرال سټېنلي مک کريسټل مفصل رپوټ به دا په ډاګه کړي، چې په دغه هېواد د امريکا اوسنۍ تګلاره چندانې اغېزناکه نه ده .
د بي بي سي له وړاندوېينې سره سم، ښايي د مک کريسټل رپوټ دا هم وښيي چې د طالبانو پرضد جګړه کې د عامو افغانانو ژوند ته پام کول بايد د امريکا د تګلارې او لومړيتوب په سر کې راشي .
خو ښايي په رپوټ کې به د پوځيانو د شمېر په اړه کومه سپارښتنه ونه شي .

تېره ورځ د برتانيا لومړي وزير افغانستان د خپل ناڅاپي سفر په درشل کې له مېشتو برتانوي سرتېرو سره د لانورو په عصري وسايلو د سمبالو پوځي توکو او افغانستان ته د نورو برتانوي سرتېرو د استولو ژمنه وکړه .
د نوموړي ټينګار پردې هم وو، چې بايد افغان پوليس او ملي اردو وروزل شي .
ښايي د مک کريسټل د رپوټ هم پردې ټينګار وکړي چې افغان ځواکونه پياوړي او پر خپل ځان بسيا شي .
د بي بي سي وړاندوېينې دا هم ويلي چې د مک کريسټل رپوټ ښايي دا ووايي چې د طالبانو پرضد جګړې کې د عامو خلکو په ژوند کې کوم د پام وړ ښه والی نه دی راغلی .
د امريکا دفاع وزير غواړي چې نوی قوماندان په افغانستان کې د پوځي ستراتيژۍ په امکاني بدلونونو ته وګوري او همداراز هلته د امريکايي ځواکونو کچه وارزوي چې د دې کال ترپايه به يې شمېر نژدې ٧٠ زرو ته ورسېږي .
د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ٥٦ زره امريکايي او ٣٣ زره بهرني پوځيان مېشت دي، چې د روان کال تر پايه به يې دغه شمېر نور هم زيات شي .
دا ټولې خبرې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ له ټاکنو يوه اوونۍ تېرېږي .
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري د لومړنيو پايلو له مخې حامد کرزی پر خپل سيال ډاکټرعبدالله عبدالله مخکې دی .
عبدالله عبدالله په يوه وخت کې د کرزي په کابينه کې د بهرنيو چارو وزير و .


د مطلب کود : ۱۱۸۰۷
دوستانو ته ددې مطلب لېږنه
دوستانو ته ددې مطلب لېږنه
دمطلب دفايل موندل
دمطلب دفايل موندل
دچاپ وړ نسخه
دچاپ وړ نسخه