۱۲ حوت ۱۳۸۸ ساعت ۹:۴۱

وحيد عمر:د وسله والومخالفينو د حملونه پوښښ په رسنيوسانسورنه دى

سرچينه : آوا

وحيد عمر:د وسله والومخالفينو د حملونه پوښښ په رسنيوسانسورنه دى
ولسمشر كرزي وياند وحيد عمر د سې شنبې په مازديګر په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د مطبوعاتو او بيان ازادي د افغان دولت له مهمو لاس ته راوړنو څخه بلل كيږي او دوي هيڅكله نه غواړي، چې په وړاندې يي خنډ جوړ كړي.
Share/Save/Bookmark
د ملي امنيت د ادارې له خوا له هغه اعلان وروسته، چې رسنۍ دې له ځان وژونكو او نورو حملو څخه ژوندي او مستقيم راپورونه نه خپروي د ولسمشركرزي وياند وايي، چې دا پريكړه په رسنيو د سانسور لګولو په هدف نه ده شوې.بلکې هدف یې دادی چې وسلوال مخالفین له دا ډول بریدونو ګټه وا نه خلي .

د ولسمشر كرزي وياند وحيد عمر د سې شنبې په مازديګر په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د مطبوعاتو او بيان ازادي د افغان دولت له مهمو لاس ته راوړنو څخه بلل كيږي او دوي هيڅكله نه غواړي، چې په وړاندې يي خنډ جوړ كړي.

ښاغلي عمرڅرګنده كړه، چې دا پريكړه د دې لپاره شوې چې د دولت وسله وال مخالفين له ژوندېو راپورونو او د تصويرونو له خپرولو څخه ګټه پورته كوي:

"د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې كله، چې د وسله والو مخالفينو له حملو څخه ژوندي راپورنه خپريږي داسې شواهد شته، چې وسله وال مخالفين ورڅخه ګټه اخلي، كله كله دوي د افغان امنيتي ځواكونو ځايونه تثبيت كړي او په ځينو مواردو كې يي خپلو كسانو ته لازم هدايات وركړي.

دا د ټولولپاره يو لوى خطردى خو موږ كوښښ كوو، چې په دې برخه كې يو ښه او مناسب ميكانيزم پيدا كړو."

دا څرګندونې وروسته ترهغې كيږي، چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وكړ،چې له دې وروسته به خبريالان په كابل او ولايتونو كې نه پريښودل كيږي، چې له ځان وژونكو او نورو وسله والو حملو او نښتو څخه ژوندي راپورونه او تصويرونه خپاره كړي.

خو د رسنيومسوولان او ژورنالستان د حكومت دا اقدام د رسنيو او د مطبوعاتو د ازادۍ په وړاندې خنډ او سانسور بولي، د افغانستان د خبريالانو د ازادې ټولنې رييس رحيم الله سمندرهم ورته نظرلري او زياتوي چې دا پريكړه د افغانستان د مطبوعاتو د قانون په خلاف عمل دى:

"دا پريكړه د افغانستان د اساسي قانون او د رسنيو د قانون خلاف ده ، دا د دولت له كمزورتيا پرته بل څه نه ښيي.
دا ډول سانسوربايد وضع نه شي ، اوزه فكرنه كوم چې د دولت وسله وال مخالفين له تصويرونو او ژوندېو راپورونو څخه استفاده وكړي، په تېرو وختونوكې هم دولت دا ډول پريكړې كړي خو د رسنيو له خوا نه دي منل شوي.

دغه راز خلك هم ډير ليواله دي، چې د پيښو په اړه له رسنيو څخه معلومات ترلاسه كړي."

جمهوررييس كرزي تر دې وړاندې په خپلو كنفرانسونو اوغونډوكې په څو څو وارو ويلي چې دده حكومت به هيڅكله د رسنيو د سم او قانوني فعاليت په وړاندې خنډ جوړ نه كړي اوخلك په هرځاى كې دا حق لري، چې له پېښو او حالاتو څخه خبرشي.

خو په افغانستان كې د خبريالانو ټولنې او ژورنالستان وايي، كه چيرې د حكومت دا اعلان عملي شي نو دا به په دې هېواد كې د رسنيو فعاليتونه محدود كړي او د مطبوعاتو د ازادۍ او له پېښو څخه د خلكود خبرولو په وړاندې به هم سترخنډ او ممانعت وي.

د مطلب کود : ۱۶۵۳۴
دوستانو ته ددې مطلب لېږنه
دوستانو ته ددې مطلب لېږنه
دمطلب دفايل موندل
دمطلب دفايل موندل
دچاپ وړ نسخه
دچاپ وړ نسخه