دټولو خبرونو سرليکونه
برخه -څانګه    دمطلب ډول   
   ورځ   مياشت    کال     
ډیویډ پیترایوس د نړیوالو قواوو قومانده رسماً ترلاسه کړه
۱۳ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۲:۱۱

ده په کابل کې د ناټو په مرکزکې د یولړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د نژدې یولکو څلوېښت زرو پوځیانو ، چې د طالبانو پرضد جنګېږي،قومنداني په غاړه واخیسته .

پوليس:په دې وروستيو كې زموږلاسته راوړنې ډيرې شوي
۱۳ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۵۳

په افغانستان كې د غلى دانې د زياتوالي او له ګاونډېوهېوادونو څخه د غنمو د زياتو واردولو سره جوخت، افغان حكومت د هېواد د بزګرو د زيان د مخنيوي لپاره د يو لړ نوېو تدابيرو خبرې كوي.

پوليس:په دې وروستيو كې زموږلاسته راوړنې ډيرې شوي
۱۳ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۵۰

د افغانستان د نورو پوليسو په شان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې زياتره پوليس هم په يوې ځانګړې اكاډمۍ كې يوازې له څو اونيو روزنې وروسته په دندې پيل كوي.

پټرویس په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان مشري په غاړه واخیسته
۱۳ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۴۸

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټرویس نن په رسمي توګه د نړيوالو ځواكونو د عمومي قومندان په توګه دنده پيل كړه.

د کابل کنفرانس او د چاپېريال ساتنې ادارې غوښتنې
۱۳ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۱۷

د افغانستان د چاپېريال ساتنې اداره وايي چې د هېواد د چاپېريال خراب حالت يې نه دی هېر کړی او د کابل کنفرانس لپاره يې په دې اړه دوه پروژې چمتو کړي دی.

هسپانیا پاراګوای ته ماته ورکړه اړو نیمه پایلوبې ته ووته
۱۳ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۹:۴۹

هالنډ، اوروګوای او جرمني نیمه پایلوبې ته بریالي شوي او نن به یو بل ټیم (هسپانیا یا پاراګوای) هم له درو نورو ټیمونو سره یوځای شي چې مخکې نیمه پایلوبې ته بریالي شوي دي.

نوازشریف له اسلام اباده وغوښتل چې له طالبانو سره خبرې وکړي
۱۳ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۹:۰۷

نوازشریف تیره ورځ په لاهور کې خبریالانو ته په یوه خبري غونډه کې وویل امریکا وايي چې له هغو طالبانو سره دې خبرې وشي چې خبرواترو ته تیار دي نوباید په دې برخه کې لومړی ګام اسلام اباد واخلي.

كرزى:خلك دې د كوكنارو له كرڅخه لاس واخلي
۱۲ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۴۸

ولسمشر حامد كرزي دغه څرګندونې په راديويي وينا كې وكړې او پر خلكو يې غږ وكړ، چې د كوكنارو له كر څخه لاس واخلي.

افغانستان اوجاپان ترمنځ د همكارېو۶مه غوڼده نن پيليږي
۱۲ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۴۶

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په وينا، په دې غونډه كې به د افغانستان د يو شمېر وزارتونو مرسيتالان او يو چينايي پلاوي د دوه اړخيزو همكارېو په اړه خبرې وكړي.

د افغانستان جګړه او د امریکايي سیاستوالو خپل منځي شخړې
۱۲ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۴۶

د ښاغلي سټيل په خبرو باندې سیاست والو سخت انتقادونه وکړل او ده وروسته یوه اعلامیه خپره کړه او د افغانستان له جګړې څخه یې د جمهوریت غوښتونکو د ګوند په ملاتړ ټینګار وکړ.

د جمعې د ورځې په بريد کې 3 بهرنيا وژل شوي
۱۲ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۹:۳۲

ولسمشر حامدکرزي په کندوز کې د يوې بهرنۍ موسسې پر دفتر د جمعې د ورځې بريد غندلی دی

افغان معارف وزارت دوه ميليارده ډالر غواړي
۱۲ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۹:۲۹

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي دوى په کابل کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې د مرستو د راماتولو په موخه په پنځو بيلابيلو برخو کې يوشمير پروگرامونه جوړ کړي دي.

جنرال پيترياس غواړي د بهرنيو ځواکونو مرگ ژوبله کمه شي
۱۲ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۹:۲۹

افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مخکينى قومندان جنرال مکريستل د افغان حکومت له لورې په دې ستايل شوى و چې گواکې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې په مخنيوي کې يې هڅې گړندۍ کړې وې

عربي سرچینې ادعا کوي چې بن لادن په توره بوړه کې وژل شوی
۱۲ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۸:۴۹

د سعودي عربستان الوطن ورځپاڼې راپور وکړ چې افغان سرچینې وايي چې اسامه بن لادن د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی دی.

روسیه؛ په افغانستان کې ۱۳ زره ټنه مخدر مواد زېرمه شوي
۱۲ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۸:۴۵

د روسیې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې فدرالي مشرویکتورایوانوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل :«اساساً په افغانستان کې د کوکنارو د کر په ساحه کې هیڅ کموالی نه دی راغلی.او پر دې سربېره به د ملګروملتود راپورونو له مخې د کوکنارو د کښت ساحه کمه نه شي.»

کريکټ: د افغانستان او کاناډا لوبه روانه ده
۱۰ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۴:۲۹

لوبه د افغانستان او کاناډا تر منځه روانه ده . کاناډا پچه ګټلې او دا مهال منډې جوړوي او افغان لوبډله بالينګ کوي.

په کندهار کې یوه ۶۰ کلنه ښځه وژل شوې
۱۰ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۴:۰۲

د كندهار د امنیې قومندانۍ مرستيال محمد شاه فاروقي وايي، چې تېره شپه د دې ولايت په حاجي عرب سيمه كې يوه ۶۰ كلنه ښځه نامالومو وسلوالو وژلې ده.

د تدارکاتو کمېټې افغانستان ته د اوباما د ۴ میلیاردو ډالرو لایحه رد کړه
۱۰ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۴:۰۲

د امریکا د استازو جرګې د تدارکاتو کمیټې د افغانستان له حکومت سره د اوباما د ادارې د شاواخوا څلورملیارډ ډالرو مرستې لایحه رد کړه.

ننګرهار کې یو چاودنې ۸ تنه ټپیان کړل
۱۰ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۱۴:۰۱

د ننګرهار ولايت چارواكي وايي، چې د جلال اباد ښار د تالاٰښۍ په څلور لاري كې يوې چاودنې ۸ ولسي وګړي ټپيان كړي.

د امریکا لوی څارنوال له افغان چارواکو سره د فساد پر مخنیوي ږغېږي
۱۰ سرطان ۱۳۸۹ ساعت ۸:۳۷

د افغانستان عدلي ادارې د تروریزم،اداري فساد،منظمو جنایتونو او مخدرو موادو له قضیو او ستونزو سره لاس و ګرېوال دی.